لینک‌های قابل دسترسی

خبر تازه
پنجشنبه ۹ حمل ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

وزارت تجارت: صادرات افغانستان به ایران ۵۰ درصد افزایش یافته است


د روان لمریز کال په لومړۍ ربع کې د تېرکال د همدې مودې پرتله له افغانستانه ایران ته په صادراتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ویاند فواد احمدي وایي، له افغانستانه ایران ته وچه مېوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، طبي بوټي، لاسي صنایع او نور توکي صادرېږي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې تېرکال په همدې موده کې له افغانستانه ایران ته د ۱.۹۷ میلیونه ډالرو په ارزښت او روان کال د ۳.۹۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادارات شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې روان کال په همدومره موده کې له افغانستانه سعودي عربستان ته په صارداتو کې ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا له افغانستانه چین ته هم لکه د ایران په څېر بېلابېل توکي صادرېږي.

XS
SM
MD
LG