د عراق شيعه ، سني عربو او کردي ډلو نن د نوي اساسي قانون د مسودي لپاره د سنيانو د ملاتړ تر لاسه کولو په مقصد زياتي خبري وکړي.
پارلمان د مسودي د تصويب نيټه د پنجشنبۀ تر ورځي ځنډولي تر څو ددغه سند لپاره نوري ډلي د سني عربو ملاتړ ترلاسه کړي.
سني سياسي مشرانو د نوي اساسي قانون مسوده رد کړي او وايي دغه سند ددوي کټو ته ګواښ رامنځ ته کوي.
په عين حال کي سني مشرانو نن د شيعه مسلمانانو تر واک لاندي دعراق د کورنيو چارو د وزارت ځيني چارواکي تورن کړل هغه سني عربان نيسي چي د اساسي قانون د ټولپوښتني په ضد خپل نومونه ليکي.
احمد عبدل غفور ال سماراي خبريالانو ته وويل دغه نيوني د بغداد په جنوب د مديين ښار کي شويدي. د کورنيو چارو وزارت دغه تورونه ردکړيدي.
د عراق په شمالي ښار حاويجا کي په سلګونو سني عربو او د سخت دريځي مذهبي مشر مقتدا الصدر ملاتړو د نوي اساسي قانون د مسودي او فدراليزم
په ضد لاريونونه وکړل.