له هغې هديري نه چې د جاپان جنګي قربانيان پکې ښخ دي د جاپان د صدراعظم جونيچري کوزيمي کتني په چين او جنوبي کوريا کې سخت عکس العمل راپارولي دي

په جاپان کې دچين سفير دا دچين دخلکو ستره پارونه بللي . دجنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزير بين کې مون په دغه هيواد کې د جاپان دبهرنيو چارو وزير را وغوښت او ددغي کتني په هکله يې خپل سخت اعتراض ورته څرګند کړ .
هغه وورسته خبريالانو ته وويل :

مونږ د يوسو کوني له هديري نه د کتني په وړاندي سخت اعتراض کوو . او په جديت دا غواړو چې دا حالت تکرار نشي .