د امريکا جمهور رئيس په کابل کي له حامد کرزي سره وکتل

د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس جورج ډبليو بوش وايي ايران ته بايد اجازه ورنکړه شي چي هستوي وسلي پراخي کړي.
خو بوش دا هم وويل ايران ته بايد اجازه ورکړه شي چي د ملکي مقصدونو لپاره هستوي پروګرام پر مخ بوزي. د امريکا جمهور رئيس په کابل کي د افغانستان له جمهور رئيس حامد کرزي سره په کډ خبري کنفرنس کي خبري کولي:
په سيمه او نړۍ کي ترټولو ستره بي ثباتي بۀ دا وي چي ايران هستوي وسلي پراخي کړي او دغه راز نړۍ په يوه غږ ايرانيانو ته وايي دا ډيره ښه خبره ده چي تاسي د ملکي مقصدونو لپاره د هستوي انرژۍ فعاليتونه لرۍ خو تاسي بايد دا پوهه حاصله نکړۍ چي هستوي وسلي پراخي کړۍ.
----
له بلي خوا نن په مسکو کي د روسيي په هغه وړانديز خبري رواني دي چي وايي د ايران يورانيوم دي د روسيي په خاوري کي غني شي. ددغه وړانديز په منلو سره بۀ د نړيوالو هغه انديښني ليري شي چي وايي ايران د هستوي وسلو د پراخولو په لټه کي دئ.

د روسيي خبري رسنيو نن د ايران د هستوي پروګرام د ستر مرکچي علي لاريجاني له خولي وويل تهران د يوراينمو د غني کولو په فعاليتونو کي د قانوني مهلت اړتيا نه ويني. لاريجاني ويلي د ايران هستوي فعاليتونه څرګند او شفاف دي.