د روسيي جمهور رئيس ولادميير پوتين نن ملت ته د خطآب کلنۍ وينا کي د روسيي د نفوسو په ستونزو او د پوځ د غښتلتيا په اړه خبري وکړي.

د روسيي جمهور رئيس ولادميير پوتين نن ملت ته د خطآب کلنۍ وينا کي د روسيي د نفوسو په ستونزو او د پوځ د غښتلتيا په اړه خبري وکړي. ده وويل په هيواد کي د نفوسو روان کموالئ تر ټولو سخته ستونزه ده چي روسيه ورسره مخ ده . پوتين ژمنه وکړه د کورنيو لپاره به مالي مرستي زياتي کړي تر څو زيات ماشومان ولري.
پوتين دغه راز وويل روسيه نه يوازي د سختو ګواښونو په وړاندي بلکه د بهرنيو سياسي فشارونو د مقاومت لپاره هم يوه غښتلي پوځ ته اړتيا لري.
د روسيي جمهور رئيس په مستقيمه توګه د مسکو د ډموکراسۍ د سابقي په اړه د امريکا له خوا د انتقادونو يادونه ونکړه ، خو ويي ويل:

که څه هم چي په نړۍ کي اساسي بدلونونه رامنځ ته شوي خو بيا هم خلک ندي توانيدلي چي د مقابلو په نړيوال ډګر کي له قطبي ډوله ذهنيت څخه واوړي.
---
پوتين د ايران د هستوي پروګرام په سر له واشنګتن سره مخالفت ته په اشاري کي وويل: روسيه د هستوي وسلو د پراختيا په ضد ښه په ټينګه ولاړه ده. خو د قوي له استعمال څخه د نظر وړ نتيجي نه تر لاسه کيږي او عواقب يي اکثر وختونه له اصلي ګواښونو څخه ډير خراب وي.