چين دهوا دککړتيا سره دمبارزې لپاره بې موټره ورځ اعلان کړېده . په پيجينګ او دسلو په شاوخونورو لويو ښارونو کې ځيني سيمي يوازي د پليو خلکو پر مخ پرانستي او له موټړ لرونکو کسانو غوښتنه سوې چې خپل موټرونه په کورونو کې پريږدي او بېله موټرو خپل کارونه تر سره کړي. خو دراپورونو پر اساس دچين په پلازمېنه کې د بې موټړه ورځ ډيره اغېزمنه نه وه . دالمپيک نړيوالې ادارې د بېجينګ له مقاماتو غوښټنه کړې چې د المپيا لوبو څخه دمخه دي د دغه دهوا دپاکوالي لپاره اغېزمن ګامونه اوچت کړي. ټاکل سوې د المپيا لوبي به درانوي کال په دوبي کې په چين کې وسي.