د نړۍ د شپږو سترو طاقتونو لوړ رتبه چارواکي نن په واشنګټن کي غونډه کوي او د ايران د هستوي پروګرام په اړه به په دغه هيواد باندي د څلورم ځل بنديزونو لګولو په احتمال بحث وکړي.
متحده ايالات، او اروپايي متحدين يي ، فرانسه، جرمني او انګلستان د ايران د يورانيمو د غني کولو د فعاليتونو د نه بنديدو له وجي پدغه هيواد باندي د نورو بنديزونو لګولو ملاتړ کوي. خو چين او روسيه په ايران باندي د نورو بنيدزيونو لګولو ته ليواله ندي.
تمه ده چي په راتلونکي اوونۍ کي په نيويارک کي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلي په غونډي کي هم د ايران د هستوي پروګرام په اړه بحث وشي.
د ايران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد پرون يو ځل بيا دا خبره تکرار کړه چي ايران به خپل هستوي پروګرام بند نکړي او زياته يي کړه چي د نويو بنديزونو له ګواښونو څخه بيره نلري.